انصار: (د لیندی ۱۵ مه)، اروپايي ټولنې هېواد ته د تازه ستنیدونکو افغانانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغانستان لپاره د دغې ټولنې د پلاوي شارژدافيره رفايله يوديس چې د يوه پلاوي په مشرۍ تورخم ته تللې او له پاکستانه د شړل شويو افغان کډوالو له کمپ څخه لیدنه کړې، ټينګار کړی چې اروپايي ټولنه د دغو افغان راستنېدونکو د ملاتړ لپاره چمتو ده.
هغې په دې برخه کې د مشخصو مرستو کومه یادونه نه ده کړې، خو ویلي چې له افغانانو سره د دوی مرستې دوام ولري.
له څه مودې راهیسې پاکستان تر ۴ سوو زرو زیات افغانان له دغه هېواده ووېستل چې په هېواد کې یې د سخت وضعیت خبرونه ورکول کیږي.
افغانستان چې لا له وړاندې بشري او اقتصادي وضعیت یې خراب و او د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا وضعیت نور هم پېچلی شوی، د کډوالو په زوره ستنول ورته له دې اړخه د لا زیاتې اندېښنې وړ بلل شوی.
که څه هم یو شمېر هېوادونو له تازه ستنیدونکو افغانانو سره د مرستو اعلان کړی، خو طالب چارواکي او تازه ستانه شوي افغانان دا مرستې اساسي نه بولي او د زیاتیدو غوښتنه یې لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28847